برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د قزاقستان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار په کابل کې د قزاقستان سفیر بیتیموف اومیرتای سره د مخه ښې کتنه وکړه.


په دې کتنه کې چې د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې وشوه، لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ښاغلي بیتیموف اومیرتای ته د غازي میر مسجدي خان د مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

وروسته جمهوررئیس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په قزاقستان جمهوریت کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په موخه د هغه د کوښښونو په درناوي، نوموړي ته یاد مډال ورکړ.

د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د ښاغلي اومیر تای د ماموریت په جریان کې د نوموړي د کړنو د قدردانۍ او په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، د افغانستان او قزاقستان اړیکو بنیادي بدلون کړی او د دواړو هېوادونو د لازیات نږدېوالي، هوساینې او تحکیم لامل شوې دي.

په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي بیتیموف اومیرتای په افغانستان کې پرخپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، ویاړم چې د یو همکار په توګه مې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ خدمت وکړ او هیله لرم چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې لا پراختیا ومومي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي