برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د امریکا د کانګرس پلاوی خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی وو، په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.


په پیل کې جمهور رئیس د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د خلکو، کانګرس او حکومت تعهد او همکارۍ د قدر وړ وبللې.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګډې همکارۍ او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ماحول ته مثبت بدلون ورکړی دی او تر بل هر وخت موږ اوس خپلو موخو ته نږدې یوو.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، له ولسواک نظام پرته بل نظام په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او خلک هم د دغه نظام غوښتونکي او ملاتړي دي. هغه زیاته کړه، ملي یووالي حکومت په شفافه توګه راتلونکو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو او ورپسې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ته ژمن دی.

همدارنګه د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې او همکاریو قدرداني وکړه او دا یې د مشترک دښمن د ځپلو او ګډو موخو ته د رسېدو په برخه کې ګټورې وبللې.

ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس د پلاوي مشرې نانسي پلوسي له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې دوی یې خپل حضور ته ومنل. هغې زیاته کړه، د حکومت د درې کالو لاسته راوړنې او پرمختګونه له هیله مندۍ ډک دي او د حکومت د راتلونکو پلانونو تطبیق سره به په افغانستان کې سوله او ثبات لا زیات تامین شي.

اغلې پلوسي وویل، هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

په دغه کتنه کې د سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، اقتصادي ودې، پانګونې، د خصوصي سکتور د رول، صادراتو، وارداتو، ترانزیت، سیمه ییزو همکاریو، د لویو او سیمه ییزو پروژو د تطبیق، ټاکنو، له فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي