برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې ازبکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د افغانستان لپاره تاشکند بین المللي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال توماس شنان سره وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لورو افغانستان لپاره د تاشکند کنفرانس، سولې پروسې او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او په تاشکند کنفرانس کې د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي د ګډون مننه وکړه وې ویل، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتېژي مؤثره ده او د هغې په تطبیق سره به په افغانستان او سیمه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي شنان هم د یادې ستراتېژۍ دتطبیق په خاطر د خپل هېواد د ژمنتیا ډاډ ورکړ وې ویل، د امریکا متحده ایالات د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې هراړخیز ملاتړ کوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي