برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

جان بولټن د افغانستان له موضوع نه ګوښه ساتل

آریانانیوز: په داسې حال کې چې طالبانو او امریکايي ډيپلوماټان په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه په قطر کې د مذاکراتو مېز ته ناست دي، امریکايي رسنی وایي، د ټرمپ ادارې له امله چې جان بولټن په افغانستان کې په نظامي حضور ټینګار کاوه، نوموړی د افغانستان په موضوع کې ګوښې ته کړی
جان بولټن چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار په حیث دنده مخته وړي، له ولسمشر ټرمپ سره د شمالي کوریا، ایران او افغانستان په موضوعاتو وران شوی، بولټن له درې واړه هیوادونو سره د ټرمپ د ادارې د مذاکراتو مخالفت کاوه، چې له امله یې د ټرمپ غوسه راپارېدلې
یوه امریکايي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «واشنګټن پوسټ» ته ویلي، چې بولټن او ټیم یې د افغانستان په موضوع کې تر دې حده ګوښې ته شوي، چې کله نوموړي له طالبانو سره د احتمالي توافقنامې کافي غوښتې، د ټرمپ ادارې یې له ورسپارلو انکار کړی
یاده دې وي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر او راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیدان په یوه خوله په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي او هر کاندید د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او کور ته د عسکرو د راستنولو وعده د خپل کمپاین له مهمو ژمنو حسابوي.

شریک یي کړئ!