برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تېره میاشت نږدې ۷۰۰ حکومتي جنګیالیو وسلې پر ځمکه ايښې

طالبان وايي د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو يې په تېره میاشت کې نږدې ۷۰۰ تنه حکومتي جنګیالي وسلو اېښودو ته قانع کړي دي.


د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېرې میلادي میاشتې په اوږدو کې ۶۹۱ تنه هغه کسان دندو پرېښودو او د دوی له صف سره یو ځای کېدو ته قانع کړي چې د دولت په نظامي، امنیتي او نورو برخو کې پر دندو بوخت و.
طالبانو د تسلیم شویو کسانو لړلیک او لنډ شهرت خپور کړی، چې ډېری په نظامي برخه کې کارکوونکي و.
طالبانو په دې تړاو خپاره کړي راپور کې ویلي: «د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی همدا نیک اقدام یې ډېر وستایه چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل.»
راپور کې دا هم راغلي، تسلیم شویو کسانو ژمنه کړې: «چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ رازتعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي.»
حکومتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
یاده دې وي په اختر کې له درې ورځني اوربند وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ حکومتي جنګیالي اېښودو ته راضي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي