برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تیرو دریو میاشتو کې حکومت پلوه ځواکونه د ۱۸ سلنه ملکي تلفاتو مسؤل دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اداره یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغان حکومت او د دوی د بهرنیو ملاتړو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.



یوناما پخپل راپور کې لیکي، د دولت د مخالفو وسله والو له لوري په ملکي تلفاتو کې ۱۳ سلنه ټیټوالی راغلی، خو د حکومت اړخ او بهرنيان د تېرو دریو میاشتو د ۱۸ سلنې تلفاتو مسؤل دي.
د دې ادارې د راپور له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري، فبروري او مارچ میاشتو کې ۲۲۵۸ تلفات ثبت شوي، چې پکې ټول ۷۶۳ تنه وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې، انګرید هایدن ويلي، د جګړې دواړه اړخونه باید ملکي تلفاتو ته جدي پام وکړي.
راپور کې سره له دې چې حکومتي اړخ دېر مسؤل بلل کېږي، سرتېري بریدونه د ملکي تلفاتو لومړنی، ځمکنۍ نښتې دویم علت ګڼل کېږي، خو هوايي بريدونه يې د علت په درجه بندۍ کې نه دي یاد کړي.
د یوناما راپور د دولت د ټولو مخالفو وسله والو ملکي تلفات ۴۰۷ یادوي، چې پکې ۱۷۶ تنه وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپيان دي، خو حکومتي اړخ او بهرنیان بیا د نورو ټولو پېښو مسؤل بلل شوي دي.
په راپور کې حکومت پلوه ځواکونه ۱۸ سلنه مسؤل بلل شوي، چې ۱۱ سلنه افغان عسکر، یوازې دوه سلنه بهرنیان، او پنځه سلنه نورې هغه وسله والې ډلې چې د دولت په پلویتوب جګړه کوي.
په هوايي بریدونو کې دې راپور د ۱۴۲ تلفاتو خبر ورکوي، چې پکې ۶۷ تنه وژل شوي ګڼي او ۷۵ نور ټپيان؛ د راپور له مخې په هوايي بریدونو کې ۳۵ سلنه بهرنیان، ۳۵ سلنه افغان عسکر او پاتې ۳۰ سنله يې «نامشخص حکومت پلوه ځواکونه» یاد کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو پرلپسې يې دا دفتر په یو طرفه راپور ورکولو ملامت بللی دی.
یاده دې وي تېره اوونۍ هم د کندوز په دشت ارچي کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې شاوخو ۳۷۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پنټاګونو د معلوماتو له مخې یوازې په فبروري میاشت کې د دوی ځواکونو ۴۶۹ هوايي بریدونه کړي دي، چې له ملکي تلفاتو خالي نه دي بلل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي