برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

توماس ويسټ: د طالبانو له خوا پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ دوام د منلو وړ نه دی

مدارس دخترانه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د طالبانو د لومړۍ کلیزې په مناسبت چې په پوهنتونونو کې یې د ښځینه محصلینو پر ورتګ بندیز ولګاوه، وویل چې دا کار د نه منلو وړ دی.


ښاغلي ويسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امریکا د افغانستان د راتلونکي او د خپلو ګټو په خاطر تعلیم ته د ښځو لاسرسی د خپلو لومړیتوبونو په مرکز کې ګرځوي.

ویسټ وويل، ټول هغه افغانان چې له ده سره يې خبرې کړي، په دې پوهيږي چې افغانستان د پرمختګ او پر خپلو پښو د ودرېدو لپاره د راتلونکي نسل ښځينه ډاکټرانو، انجنيرانو، سوداګرو مشرانو او ښوونکو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۹ مه پوهنتون ته د ښځینه محصلینو پر تګ بندیز ولګاوه.

تر دې مخکې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منعې کړې وې.

دغې ډلې په دولتي ادارو او دفترونو کې د ښځو پر کار کولو او له سفر کولو هم بندیز لګولی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي