برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تهران ته د طالبانو دپلاوی دويم ځل سفر

آریانانیوز: د افغان سولې په اړه د اماراتو له ناستې وروسته د طالبانو د قطر دفتر پلاوي په دويم ځل تهران ته سفر کړى او له ايراني چارواکو سره يې ليدلي دي.


دوه اوونۍ مخکې په متحده عربي اماراتو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه نېغ په نېغه خبرې اترې وشوې، دغه راز په دې ناستو کې بيا د سعودي، اماراتو او پاکستان استازو هم ګډون درلود.
د ايران د ملي امنيت شورا وياند څو ورځې مخکې ويلي وو چې د اماراتو له ناستې وروسته د طالبانو د قطر دفتر پلاوى تهران ته سفر وکړ او د اماراتو د ناستو په اړه يې ورسره معلومات شريک کړل.
اوس د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې د طالبانو پلاوى پرون يو ځل بيا تهران سفر کړی او پر افغان سولې يې له دوى سره خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د مرغومي په ١٠مه په تهران کې يوې خبري غوندې ته وويل چې کابل ته د ايران د ملي امنيت شورا د پلاوي له سفر وروسته پرون د طالبانو پلاوى تهران ته ورغلى و.
هغه زياته کړې چې د طالبانو پلاوي له ايراني چارواکو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو تفصيلي خبرې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د طالبانو له دغو سفرونو يې افغان حکومت په جريان کې کړى و او له هغوى سره پر همغږۍ ترسره شوي.
د هغه په وينا، له دغه سفره موخه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو پيلولو ته لاره برابرول وو.
ده زياته کړې: ((په سيمه کې د يوه مهم هېواد او ګاونډي په توګه ايران غواړي چې د سولې په پروسه کې خپل رول ترسره کړي.))
د هغه په وينا، په راتلونکي کې به وکتل شي چې ايران څه ډول عملي رول ترسره کولى شي.
قاسمي ويلي، ايران يواځېنى هېواد نه دى چې له طالبانو سره خبرې کوي، بلکې د امريکا په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هم دغه کار کوي.
په دې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ایران ته د طالبانو د سفر په اړه خپل نظر څرګند نه کړ خو وايي، هغه څه چې د سولې خبرې یو پایلې ته رسوي، هغه د افغانستان له حکومت سره د طالبانو نېغ په نېغه خبرې دي.
د يادونې ده،په دې وروستيو کې د افغان سولې په اړه د امريکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو هلې ځلې تندې شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څو ورځې مخکې په دې برخه کې افغانستان، چين او روسيې ته سفر وکړ او پرون يې قطر ته د سفر پر مهال له قطري چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې.
ويل کېږي، چې د پاکستان لومړى وزير به په نږدې راتلونکي کې پر افغان سولې د خبرو لپاره ترکيې ته ولاړ شي.
بلخوا د سعودي عربستان د دفاع وزارت مرستيال نن پاکستان ته سفر کړى او د دغه هېواد له لوى درستيز سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
ولسمشر غني او د سعودي پاچا هم دوه ورځې مخکې پر افغان سولې ټيلېفوني خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده، د افغان سولې په اړه بله مهمه ناسته په راتلونکو دوو اوونيو کې په سعودي کې ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي