برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

تر ۱۵ میلیونو زیات افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي

فقر

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې افغانستان کې به ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.


ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له ناورین او بېړنۍ کچې سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال د افغانستان وګړي خوراکي توکو ته لاس رسی خپله تر ټولو مهمه اړتیا ګڼي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د خوراکي توکو د پېرلو او یا یې د تولید توان نه لري او له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې راپور له مخې، د افغانستان اکثریت خلک د لومړنیو اړتیاوو لکه روغتیا پاملرنې، معیشت او کور د برابرولو توان نلري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي