برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

بې سرحده خبریالان: ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره سمدستي اقدام وکړي

آریانانیوز: بې پولې خبريالان وايي، په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت د پام وړ خراب شوى دى.


د بې پولې خبریالانو سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بینیټ ته په یوه لیک کې په دې هیواد کې د خبریالانو او د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان په دغې لیک کې راغلي چې افغان خبريالان په خپلسري ډول نيول کېږي او په هېواد کې پر دوى او رسنيو نوي محدوديتونه لګول شوي دي.

د دې سازمان د نړیوال ملاتړ او حقوقي ستراتیژۍ مدیر انټوان برنارډ د خبریالانو پرله پسې نیول کېدو او پر رسنیو د فشار زیاتوالي ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت باید د نړیوالې ټولنې له خوا له پامه ونه غورځول شي.

بې سرحده خبریالان وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې او د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴مې نیټې د رسنیو لږ تر لږه ۵۰ کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي