برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

بین والاس: طالبان د دوحې د هوکړې له مخې واک ته ورسېدل

آریانانیوز: د برتانیې د دفاع وزیر په افغانستان کې د طالبانو د تحریک د واک ته د رسیدو د بهیر په اړه توضیحات ورکړل.


د برتانیې د دفاع وزیر بین والس پارلمان ته په وینا کې ادعا وکړه چې طالبان په 2020 کال کې له امریکا سره د پټې معاملې له مخې واک ته ورسېدل.

هغه زیاته کړه، متحده ایالاتو د سولې د موافقې په لاسلیکولو سره چې د هغه له مخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، طالبان ازاد پرېښودل. دا هوکړه د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا په مشرۍ د خبرو په پای کې شوې ده.

هغه د برتانیې د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل: د طالبانو تحریک په ۲۰۲۰ کال کې د شوي توافق په پایله کې واک ته ورسېد.

د برتانیا د دفاع وزیر په وینا، د دې هوکړې په پایله کې د طالبانو واک ته د رسېدو پر وړاندې خنډونه چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې واک په لاس کې واخیستی لرې شو.

بین والاس د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکایانو ولې داسې وکړل، وویل چې دوی هغه مهال له افغان چارواکو مایوسه وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي