برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

بین الافغاني مذاکرات

آریانانیوز: په داسي وخت کې چې د طالبانو له لوري د اختریزاوربند وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پيل پر لور مثبت قدمونه اخیستل شوي او کابل ته د طالبانو د هیئت ورتګ سربېره د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د خلاصون لړۍ روانه ده، امیدونه زیات شوي چې په نیژدو ورځو کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي
واشنګټن پوسټ د بندیانو د خلاصون وروسته او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په تړاو په یوه راپور کې پر هغو موضوعاتو رڼا اچولې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به بحث باندي کیږي
د راپور پر اساس له یوه اړخه د حکومت له لوري ټینګار کیږي چې د افغانستان راتلونکی نظام باید جمهوري وي، د حکومت انتخاب باید د انتخاباتوکه څه هم د درغلیو ډک وي له لاري وشي، خو طالبان بیا پر اسلامي نظام ټینګار کوي او وايي چې د افغانستان اکثریت وګړي مسلمانان دي او د تیرو څلویښتو کلنو قربانۍ يې د همدې اسلامي نظام لپاره ورکړي دي
بلخوا افغانان چې د تیرو څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله کړيدلې، د حکومت او نظام تر بحثونو ور تېر په هر قیمت سوله او امن غواړي
د راپور پر اساس د سیاسي حل لپاره به دواړې ښکېلې لوري اړې وي چې بنسټیز انعطافونه وښيي
د حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم یوه غړي خالد نور (د عطا نور زوی) ویلي ، دا به زما لپاره یوه شخصي معضله وي، که مونږ د خپل ولس تر حقوقو تیر سو، یو دکتاتوري حکومت به د افغانستان راتلونکی خراب کړي
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې ټولو موضوعاتو باندي به بحث کیږي، او د اسلامي نظام په چوکاټ کې به د هر نارینه او ښځینه حقوق خوندي وي، قوانین به دیني علما او کارپوهان په داسي توګه جوړوي چې په افغانستان کې د هرې طبقې حقوق په کښي خوندي شي
نوموړي ویلي، یوازینی خبره چې دوی به نه تر تیریږي، هغه اسلامي نظام دی، تر همدې نامه لاندي به نور ټول موضوعات او تفصیلاتو باندي بحث کیږي
بلخوا په هغو ولایتونو کې چې په تیرو کلونو کې د جګړو مرکزونه ګرځېدلي او زیاتې وینې په کښي بهیدلې، د هغو په وینا مهمه د جګړې درېدل دي، هغه که په هر قیمت وي
د تخار ولایت د ولایتي شورا غړی میر احمد قاسم واشنګټن پوسټ ته ویلي: سوله باید راشي، هغه که په هر قیمت وي
د نوموړي په وینا هغه خلک چې په ښارونو کې اوسیږي، د کلیو له حالته نا خبره دي، د ښځو حقوق او بشري حقوقو شعارونه به د کابل خلکو ته مهم وي، خو هغه خلک چې په جګړو کې يې اولادونه لمنځه ځي، هغوی د دغه حالت خاتمه په هر قیمت غواړي
د قاسم په وینا زمونږ هغو خلکو ته چې کورونه یې بمبار شوي دي، ښځې يې کونډي شوي او بچیان یې یتیمان شوي دي، هغوی ته د جګړې خاتمه او سوله تر هر قسم ښځینه حقوقو او بشري حقوقو مهم دي
رحمت الله همنوا چې په کندز کې د بشري حقونو لپاره فعالیت کوي، وايي، زما په باور سوله که په هر قیمت وي، باید راسي، د جګړې ټول اړخونه باید انعطاف وښيي
د نوموړي په وینا بشري حقونه باید په بشپړه توګه شاته ونه غورځول شي، خو که طالبان په یوه قانوني چوکاټ کې دا کار کول غواړي، باید په قانون جوړونه کې موقع ورکول شي
د راپور پر اساس طالبان هم په افغانستان کې دداسي حکومت غوښتونکي دي چې هلته بشري حقوق او د ښځو حقوق خوندي وي، کوم چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې هر چاته ورکول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي