برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، دوی بین الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لري او که بندیان ازاد شي، تیار دي له افغاني جهتونو سره خبرې پیل کړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی
شاهین زیاتوي، چې ددوی مذاکراتي ټیم او اجنډا تیاره ده او له شوي توافق سره سم مخ په وړاندې ځي .د نوموړي په خبره ،که مذاکرات له پورتنۍ نېټې وځنډېږي پړه به یې د نورو په غاړه وی
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د افغانانو خپلمنځي خبرې د روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي؛ خو ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی له اجرائیه ریاست او نورو سیاسیونو سره خپل اختلافات حل او د مذاکراتو لپاره یو ټولمنلی ټیم وټاکي
ددې تر څنګ د شوي توافقنامې په اساس، د افغانانو خپلمنځي خبرې به هغه وخت پیل کېږي، چې د طالبانو پنځه زره بندیان او د حکومت زر تنه بندیان خلاص شي
د ګډ حکومت مشر ددې شرط له عملي کولو نټه کړې او د بندیانو خلاصون یې د خپل حکومت صلاحیت یاد کړی
د شنونکو په باور، په داسې حال کې چې طالبان مذاکراتو ته تیار دي، د ګډ حکومت د اجزاوو خپلمنځي اختلافات به د حکومت دریځ نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

شریک یي کړئ!