برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان د نه جبرانېدونکې تباهي په څنډه کې دی

آریانانیوز: د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو د تېر کال په اوږدو کې خپل مسوولیتونه نه دي ترسره کړي.


د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو کال وروسته افغانستان اوس ” د نه جبرانېدونکې ویجاړۍ په درشل کې دی”.

دغه سازمان په خپله وېبپاڼه او ټولنيزو شبکو کې د دغه ډيجيټل ليک په خپرولو سره له هېوادوالو او د بشري حقونو له مدافعانو غوښتي چې د دغه ليک لاندې لاسليک کړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په تېر یوه کال کې طالبانو نه یوازې دا چې پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې، بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړی او له بشپړ معافیت سره یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه سازمان په لیک کې راغلي چې په یوه کال کې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې کلیدي بنسټونه منحل کړي، د بیان ازادۍ، غونډې، عادلانه محاکمې او نورو حقونو یې تر فشار لاندې راوستي دي.

دغه بنسټ وايي، د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه سرغړونه شوې او زرګونه افغانان په خپل سر نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتی وژل شوي دي.

په لیک کې راغلي چې خبریالان، فعالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، اکاډیمیکان او مذهبي او قومي اقلیتونه اوس هم له جدي خطر سره مخامخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي