برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا د یوې کورنۍ درې غړي ووژل

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په قیوم خېلو کلي کې بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو په مرسته د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او دوه يې ژوندي وړي دي.


د ځايي اوسېدونکو په قول پېښه تېره شپه د قیوم خېلو کلي کې د حاجي حسن جان په کور کې رامنځته شوه.
د دوی په وینا تېره شپه شاخوا دوې بجې ګډو ځواکونو د حاجي حسن جان پر کور چاپه ووهله، چې د هغه دوه زامن رفیع الله او قاري شیرین الله او د دوی ورار شهاب يې ووژل او دوه تنه نور يې ژوندي وړي دي.
د دوی په وینا عسکرو لومړی د دوی لاسونه ور وتړل، د کورنۍ غړي يې را ټول کړل او بیا يې د هغوی په مخکې ووژل.
پر دې سربېره يې د حاجي حسن جان کور سوځولی او د هغه څو عرادې موټر يې هم د اور خوراک کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې هم مهاله په خوست ولایت کې هم کمپایني عسکرو د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل او بل يې مرګونی ټپی کړ.
کمپایني عسکرو تېره شپه د دې ولایت د باک ولسوالۍ په بهرام خېلو کې د یو ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل، چې په غبرګون کې يې سلګونو تنو د حکومت پر ضد لاریون وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي