برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

بلخي: د طالبانو ډله د افغانستان د ژغورنې لپاره جوړه شوې، نه د امریکا له خوا

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوه روسي چارواکي هغه ادعاوي رد کړې چې ویلي یې وو، د طالبانو د ډلې په جوړولو کې امریکا ونډه درلوده.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د ملي امنیت د شورا د منشي نیکولای پتروشیف دا ادعاوي رد کړې، چې ګواکې د طالبانو رامنځته کېدل یې امریکا ته منسوب کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د روسيې د ملي امنيت شورا منشي تېره پنجشنبه ادعا وکړه، چې امريکا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره طالبان، داعش او القاعده شبکه رامنځته کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د طالبانو ډله د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د هیواد د ژغورنې په خاطر جوړه شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي