برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

بلخي: د بایډن اعتراف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ وسله والو ډلو شتون او فعالیت حقیقت نه لري.


د افغانستان د واکمنې ادارې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې وو، القاعده په افغانستان کې فعاله نه ده، وویل: دا خبرې په افغانستان کې د څه باندې شلو وسله والو ډلو د شتون او فعالیت په اړه ادعا ردوي.

بلخي په یوه ټویټ کې لیکلي: موږ په افغانستان کې د وسله والو ډلو د نه شتون په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې د واقعیت اعتراف ګڼو او اعلان کوو دغه څرګندونې په افغانستان کې د څه باندې شلو وسله والو ډلو د شتون او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور ردوي.

هغه څرګنده کړه: طالبان دا پالیسي ساتي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا په زیان وکاروي. په دې برخه کې زموږ اقدامات د متحده ایالاتو په ګډون د هیچا د غوښتنې یا ملاتړ له امله ندي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي