برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

بلال کریمي: له بندیزونو سره سره مذاکرات نه کوو

آریانانیوز: د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره شرط د بندیزونو لغوه کول دي.


د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، که نړۍ له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتونکي وي، باید ټول بندیزونه ختم کړي.

بلال کريمي پر طالبانو د نړيوالې ټولنې بنديزونه ناموجه وبلل او زياته يې کړه: د فشارونو او بنديزونو دوام به د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ واټن زيات کړي او دا موضوع د هېڅ لوري په ګټه نه ده.

کریمي همداراز د دغې ډلې د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو دوام ظالمانه او غیر عادلانه وباله او زیاته یې کړه: موږ هغه مهال ستونزې حل کولای شو، چې تګ راتګ، خبرې اترې، د نظریاتو او افکارو تبادله ولرو.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي