برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بغلان کې د جګړې له امله د کابل- مزار لویه لارو تړل شو

آریانانیوز: د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې له امله د کابل- مزار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.


د بغلان د امنيې قوماندانۍ د وياند مرستيال جاوېد بشارت د زمري په ٢٥ وويل چې جګړه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې پيل شوې ده.
هغه وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته خو تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي او ډېر ژر به یاده لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه کړي.
دغه راز د کيله ګي سيمې اوسېدونکي ګل جان پژواک ته وويل چې جګړه نن سهار شاوخوا پنځه بجې پيل شوې ده.
هغه وايي: ((طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي چې خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.))
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
د يادونې ده، دوشي د بغلان ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي