برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

برتانیې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو جنایتونه ومنل

د برتانیې د کابینې وزیر په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو جنایتونه ومنل.


د برتانیا د حکومت د کابینې یو وزیر جاني میرسر اعتراف کړی چې د هغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.

میرسر د برتانیې په محکمه کې د “افغانستان په اړه د خپلواکې پلټنې” په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د برتانوي پوځیانو تورونه وخت او خپلواکې څېړنې ته اړتیا لري.

جاني میرسر وویل: «ما په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان پریښود. زه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د خدمت پر مهال د جنګي جنایتونو د جدي څېړنې غوښتنه کوم. دا یو لوی بحث دی او اړینه ده چې زموږ همکاران په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

که څه هم د بريتانيا د کابينې دغه وزير په افغانستان کې د بريتانوي پوځيانو د جنګي جنايتونو د څېړلو لپاره سرچينې معرفي نه کړې. خو هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې د څېړنو امکان شته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي