برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

برتانیا ۴۴۰ نور عسکر افغانستان ته رالېږي

د برتانیا لومړۍ وزیره وايي نیت لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي او ۴۴۰ تازه دمي عسکر دې هېواد ته د ناټو تر چتر لاندې ولېږي.


تریزا مي، پرون د ناټو تر غونډې وړاندې وویل، چې دوی تیار دي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي.
د ناټو تر چتر لاندې د انګلیس پوځونو جګړه‌ییز ماموریت په ۲۰۱۴میلادي کال ختم شوی دی، د برتانیا لومړۍ وزیره وايي دا ځواکونه به يې هم د افغان عسکرو تمویل، روزنه او مشوره پر غاړه ولري.
برتانیا وروسته له هغه دا اقدام اخلي چې څه موده وړاندې ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو د ډېرولو غږ پرې وکړ، خو د حکومت ځینو چارواکو يې پر وړاندې توند غبرګون وښود او ويې ویل دوی حاضر نه دي د امریکا د ګټو لپاره خپل ځوانان قرباني کړي.
تریزامي وویل، دغه ځواکونه به يې په کابل کې مېشت شي، چې په دې سره به يې د ټولو عسکرو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته ورسېږي، هغې وویل د ناټو تړون د تېر په څېر لا هم «حیاتي» دی.

شریک یي کړئ!