برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

برتانوي عسکر او رواني ناروغۍ

په برتانیا کې یو خیریه بنسټ چې د دوی په خبره له «اتلانو» سره مرسته کوي، په دې وروستیو کې راپور ورکړ، چې د برتانوي پوځ سلګونه عسکر هر کال په رواني ناروغۍ اخته کېږي.


«له اتلانو سره مرسته» بنسټ وايي د دوی د موندنو له مخې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو کې ۲۳۹ تنه عسکر د رواني ستونزو له امله له پوځه شړل شوي دي، خو تېر میلادي کال کې دا شمېره تر دې هم پورته وه.
د دې بنسټ په وینا په تېر میلادي کال کې د برتانوي بوځ ۴۷۳ تنه عسکر په رواني ناروغۍ اخته او د پوځ له لیکو وایستل شول.
دغه بنسټ وړاندې زیاتوي چې راتلونکې اوونۍ کې هم نږدې ۵۰ تنه نور عسکر د رواني ناروغیو له امله پوځه شړل کېږي.
بنسټ پر برتانوي حکومت تور پوري کوي چې له پوځه شړل شویو عسکرو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي او همداسې بدحاله يې پرېږدي.
برتانیا چې پر افغانستان د ناټو تر چتر لاندې په یرغل کې دویم مخکښ هېودا ګڼل کېده، ځواکونو يې په هلمند ولایت کې مرګونې ماته وخوړه او په تېښته بریالي شول.
د باسټن په نامه پنډغالی د انګریزانو یو له هغو مېشت ځایونو څخه و، چې د طالبانو د سرتېرو بریدونو پرلپسې شاهد پاتې شوی دی.
برتانیا په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د خپل پوځ لپاره يې ډېره بودجه ځانګړې کړې ده.

شریک یي کړئ!