برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اي د ننګرهار د شهيدانو مورې!

آریانانیوز: ستا ددې مړو مړو کتلو نه زار شم!
ستا ددې مايوسه او د تنهایی نه ډک سوچ او فکر نه زار شم!
د شهيد خاوند په خوا کې ناستي مورې!
سترګې دي بيا هم خپل تنکي ځوان ځوي ته اوښتي، خپل هغه ارمانونه به در يادېږي کوم چي به تا ددغه ځوان شهيد نه درلودل،
هغه وختونه به دې يادېږي چي ددغه تنکي ځوان سره دې تېر کړي.
ډېر په سوچ او فکر کي ناسته يي مورې! شايد چي ددې شهيدانو د کونډو او يتيمانو سوچ او فکر وړي يي، شايد چي دا به وايي چي ددې ماشومانو پلرونه ژوندي وو نو په ډېره سختی سره يي ژوند تېرېده، او اوس چي يي پلرونه شهيدان شول، ددې کونډو او يتيمانو زندګي به څنګه تېرېږي!
ائ مورې! ددې شهيدانو د جنازو د جيګولو نه وروسته پدې خالي کور کې به ژوند څنګه تېروې، کيدی شي چي ددې غم غمجنه کړي يي.
ای د شهيدانو مورې! کيداي شي چي پدې سوچ او فکر کي يي چې دا زما د غريبی نه ډک ژوندون د چا نه لورېده په مونږ باندې، چي دا د غريبی او محتاجی زندګي يي هم را ړنګه کړه؟!
اي مورې! شايد چي دا سوچ کوې چي دا زما ځوي ته وګورئ چي څومره معصوم، ښايسته او په سنتو برابر دی، دا چا او د چا په مرسته راته شهيد کړ؟!
مورې واوره! دلته له تېرو ولسو کلونو را هيسې د افغانانو په سر باندې لوبه روانه ده. هغه خلک چي استقلال غواړي او د خپل وطن د آزادۍ لپاره کوشش کوي د هغو مرګ ژوبله خو پرېږده، هغه څوک چي ددې آزادي غوښتونکو سره چي څوک په سوچ او فکر کی او يا په شکل او صورت کې مشابه وي هغه هم نه پرېږدي او دا راغلي کافران يي وژني.
ای مورې! دا کافران خو زمونږ د مسلمانانو ازلي دښمنان دي .
د غم وړ خبره خو داده چي زمونږ خپل افغانان ورسره يو ځاي شوي او د بل افغان کور ورته ښکاره کوي تر څو دا راغلي کافران پدې و توانېږي چي دا مظلوم ولس و ربړوي.
ای مورې! ددې نه زيات د غم او د اندېښنې وړ خبره داده چي زمونږ بعض ناپوهه افغانان د ستا د ځامنو غوندې د معصومو افغانانو وژونکو ته د اتلانو او د قهرمانانو لقبونه ور کوي.
خو ای مورې! د هر تورې تيارې نه وروسته سپين صبا راځي. ددې وطن اصلي بچيانو کوششونه شروع‌کړي چي تر سو د افغانانو او د مسلمانانو ژوند خوندي کړي او هيچا ته اجازه ور نکړي چي د ستا غوندې نازولي او تنکي ځوانان د خپلو ميندو او بچيانو نه‌جدا کړي

اي مورې! د افسوس خبره خو داده چي بعض ناپوهه خلک چي د ستا د شهيد ځامنو عکسونه و ګوري نو وايي چي ډېر ښه شوي دي. دا هغه خلک دي د غربي پلوي ميډيا په تبليغاتو غوليدلي دي. دا هغه خلک دی چې ډالرو وړانده کړي دي.
مورې! په آخر کې درته دا وايم چي الله دي د ځامنو شهادت قبول کړه، الله دې تاته صبر او اجر در کړي. الله دي د ستا د يتيم لمسيانو ژوند په خير سره تېر کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي