برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اوچا: افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات په چاودیدونکو توکو ککړه ځمکه لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې ځمکې یې په چاودیدونکو توکو ککړې دي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په نړۍ کې له چاودېدونکو موادو څخه تر ټولو ککړې سیمې لري او زیاتوي چې د دغو سیمو د پاکولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږي کوونکي دفتر په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ۴،۹ میلیونو انسانانو ژوند د چاودېدونکو توکو د ککړتیا له امله له خطر سره مخامخ دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د هماهنګۍ، همغږۍ او ماین پاکۍ ادارې مشر نورالدین رستم خېل ویلي و، چې په منځنۍ توګه هره میاشت په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله شاوخوا ۱۲۰ ملکي وګړي وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱۶ ملکي افغانان د ماین چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!