برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اوه څلویښت حکومتی سرتیری طالبانو ته تسلیم شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د بلخ ولايت په څو بيلابيلو ولسواليو کې ۴۷ دولتي عسکرو له خپلو دندو لاس اخيستی او طالبانو سره يو ځای شوي دي
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ ولايت په چمتال، شولګر، زارع، دهدادي او کلدار ولسواليو کې ۴۷ تنه دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو سره يو ځای شوي دي
د مجاهد په وينا ياد عسکر د حقايقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او د جلب او جذب مسؤلينو له لوري يې هرکلی شوی دی
وروسته له هغه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوې وې چې اوس يوې نتيجې ته رسېدلي؛ ګڼ شمير عسکر، پوليس او اربکيانو وخت په وخت له خپلو دندو لاس اخلي او د طالبانو ليکو ته ورځي تر اوسه د بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي وي ویلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي