برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اوس د طالبانو لپاره قوي ډیپلوماسي پکار ده

آریانانیوز: په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر (ملا عبدالسلام ضعیف) وايي، د طالبانو لپاره اوس د پیاوړې ډیپلوماسۍ خپلول پکار دي.


نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو تابیا نیسي.
ښاغلي ضعیف په یو لنډ رسنیز پیغام کې ویلي:
«اوس د طالبانو لپاره تر جنګ هم قوي ډیپلوماسي پکار ده، ترڅو د ګران هیواد لپاره افغان شموله او د نړۍ لپاره د متقابل احترام ستراتیژي ولري».
نوموړي د کامیابې ډیپلوماسۍ په پایله کې د سولې او ثبات راتلو ته هیله مندي ښوولې او زیاته کړې يې ده:
«که په داسې قوي ستراتیژي او کامیابه ډیپلوماسۍ د غوټې خلاصیدلو ته ورسېدل، په نتیجه کې به یې ګران هیواد ته سوله او ثبات راوړي او سیمې ته به د اقتصادي نوښت ور پرانیزي».
نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د افغان او امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د ټرمپ ادارې خپلو لوړ رتبه ډیپلوماتانو ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅې وکړي.
خو دواړو لوریو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي