برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اوربند د کوم بهرني جهت په غوښتنه نه دی شوی

طالبان وايي د افغان عسکرو پر وړاندې يې د اختر په دریو ورځو کې اوربند د کوم بهرني جهت په غوښتنه نه دی کړی.


ځینو افغان رسنیو د پاکستاني رسنیو په حواله ویلي و، طالبانو دغه اوربند د چین او پاکستان په منځګړيتوب او ضمانت کړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دوی دا دعوه ردوي او «د اختر په مناسبت د اسلامي امارت درې ورځنی اوربند د خپل ولس او خلکو لپاره په خپل ابتکار اعلان شوی، تر څو مو ولس د اختر مراسم او خوښۍ په آرامه فضا کې تر سره کړي.»
هغه وړاندې زیاتوي چې د دې اوربند له لارې افغان عسکرو ته هم دا پیغام ورکول کېږي، چې که دوی د «اشغالګرو کفارو له ملګرتیا او د خپل مسلمان ملت سره له جنګه لاس واخلي نو اسلامي امارت به په خپله پراخه او خوږه غیږ کې ځای ورکړي، له دې پرته بله هیڅ کومه موخه نه لري او نه هم د چا د غوښتنې له مخې و.»
حکومت له پرون راهیسې د اختر تر پنځمې او طالبانو بیا د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی چې د افغان ولس له لوري يې تود هرکلی شوی دی.
پر پلازمېنه کابل سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې اوربند په مناسبت جشنونه وشول او له طالبانو او افغان حکومت دواړو مننې وشوې.
ولس او د سولې فعالان ټينګار کوي چې دا اوربند باید وغځول شي او د دایمي سولې لپاره هڅې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي