برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

اوربند ته نړیوال غبرګونونه

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد طالبانو له خوا د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان پریکړه نه یوازې په کور دننه د خلکو د پراخ هرکلي سره مخ شوې، بلکې په نړیواله کچه هم د طالبانو دا پریکړه ستایل شوې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو هرکلی کړی دی
هغه د خپل ټویټر په پاڼه د یکشنبې د ورځې ناوخته لیکلي ” زه د طالبانو او د حکومت ترمنځ د اختر په دریو ورځو کې د اوربند د ټینګیدو هرکلی کوم. دا افغانانو ته یو ډیر لوی فرصت ورکوي، چې نور خنډونه لرې او د بین الافغاني خبرو په لور حرکت وکړي، چې جګړه پای ته ورسوي
د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د ټینګیدو څخه هرکلی کړی او ویلي دي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله،د بین الافغاني خبرو لپاره د نیټې ټاکل او د تاوتریخوالي لوړې کچې ته بیرته د نه ستنیدلو په برخو کې دې نور ګامونه هم پورته شي سفیر خیلیزاد هم په ټینګار ویلي، چې باید دا فرصت له لاسه ونه وځي
د شمالي اتلانیک د سازمان ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې په ورځ د خپل ټویټر په پاڼه د اوربند هرکلی کړی دی او ویلي دي، چې دواړه غاړې باید ددغه فرصت څخه ګټه پورته کړي
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ د ټولو ښکیلو غاړو غوښتي، چې د تاروتریخوالي د کچې په ټیټیدو سره دې پریږي، چې د سولې بهیر پرمخ لاړ شي
جرمني، اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان هم په یوه ګډه اعلامیه کې د اختر په ورځو شپو کې د اوربند د ټینګیدو هرکلی کړی دی
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په ګډه د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي
دا اعلامیه وايي ” افغانان خپل هیواد کې د تاروتریخوالي پای ته رسیدلو او د سولې او ثبات د ټینګیدلو مستحق دي او مونږ ښکیلو غاړو سره مرستې ته په هر ډول، چې هغوې یې غواړي چمتویوو.
دغو پنځو هیوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره له وړاندې چمتوالی ښودلی وو
د دغو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بشري اوربند د ټینګیدو لپاره د نړیوال وړاندیز یادونه کړې او د ښکیلو غاړو څخه یې د دغې وبا سره د مبارزې لپاره د تل پاتې تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده .طالبانو د اختر په لومړۍ ورځ د درې ورځيني اوربند اعلان کړی دی
جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو اقدام ستایلی او ویلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونه به په کلکه اوربند ته پابند پاتې شي او افغان ځواکونه به د اوربند په موده کې په دفاعي حالت کې پاتې شی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي