برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اناتولي سیدروف: په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر شپږنیم زرو ته رسېدلی دی

آریانانیوز: د ګډ امنیتي تړون د سازمان د ګډو ځواکونو مشر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې شمیر زیات شوی او شپږنیم زره تنو ته رسیدلی دی.


د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدروف وویل، د داعش د جنګیالیو شمېر شپږنیم زرو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه ۴۰۰۰ تنه یې د تاجکستان پولې ته نږدې متمرکز دي.

هغه وویل چې د داعش د غړو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سیدروف وویل چې د داعش څه باندې څلور زره جنګیالي د تاجکستان په جنوبي پولو او د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې متمرکز دي.

د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان مشر زیاته کړه: د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه افراطي ډلې دي چې په افغانستان کې شتون لري.

هغه ټینګار وکړ چې داعش او القاعده تر ټولو خطرناکې ډلې دي.

سیدروف وویل: د اقتصادي وضعیت خرابیدل او د بشري ستونزو زیاتوالی په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي