برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امیرخان متقي: موږ په افغانستان کې داعش مهار کړ

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متکي ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ متوجه نه دی او ادعا یې وکړه، چې داعش په بشپړ ډول په افغانستان کې مهار شوی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي رسنیو ته ویلي، طالبانو د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره ډېرې هڅې کړې چې د دې هېواد خاوره به د نورو پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه: افغانستان اوس د اقتصادي فعالیتونو لپاره په یو امن هیواد بدل شوی دی.

په همدې حال کې امیرخان متقي چین ته خپل وروستی سفر یوه لاسته راوړنه وبلله او په افغانستان کې یې د سیاست په ډګر کې د لا زیاتو متقابلو همکاریو او د سترو ملي او نړیوالو پروژو د اجرا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره په اقتصادي اړیکو کې همکاري وکړي او ویې ویل چې داعش په دغه هېواد کې مهار شوی دی.

له څو میاشتو ارامۍ وروسته افغانستان تېره اوونۍ د کابل، هرات، بدخشان او بلخ په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د څو چاودنو شاهد و او په وروستۍ پیښه کې، یوې بې ساري چاودنې د افغانستان د بهرنیو اسعارو تر ټولو لوی مرکز په نښه کړ.

داعش ترهګرې ډلې په هرات او کابل کې د دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو په وار وار ویلي چې داعش په افغانستان کې واک نه لري او د دغې ډلې په اړه مبالغه کیږي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي