برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونو د ږېرې په خاطر یو ځوان مرګونی وهلی

د هلمند په مرکز کې عسکرو یو ځوان له دې امله مرګونی ډبولی، چې ولې يې په سنتو برابر ږېره پرېيښې ده.


عبدالنافع د عبدالظاهر زوی وايي، د بشرانو سیمې د کندهاریانو د کلي اوسېدونکی دی چې پولیسو له کوره ویستلی دی.
هغه وايي د کور له دروازې يې د «حاجي نثار د کور» په نوم مشهورې پوستې ته یووړ او مرګونی يې وواهه.
نعمت الله هلمندي پخپله فیسبوک پاڼه د هغه له خپاره کړي تصویر سره لیکلي، چې له نږدې يې پېژني، غریب او بزګر سړی دی.a-naafi3
هغه وايي عبدالنافع ته عسکرو ویلي، چې ږېره يې لویه ده، دا چې ږېره يې لویه ده، نو طالب دی او باید مرګونی ووهل شي.
عبدالنافع د سرحدي پولیسو له لوري په کېبلونو وهل شوی دی، چې نعمت الله هلمندي يې د وهل شويو برخو تصویرونه هم خپاره کړي دي.a-naafi2
دا لومړی ځل نه دی چې د ږېري پرېښودو یا هم د لمانځه د پابندۍ له امله خلک ډبول کېږي، تر دې وړاندې هم په شمال کې د عسکرو له لوري په زور د خلکو ږېرې وخرېيل شوې، چې خواله رسنیو کې يې توند غبرګونونه را وپارول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي