برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا زلمی خلیل زاد واشنګټن ته وربلل

آریاناڼیوز: دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت وویل خپل نامتو مرکچی زلمی خلیل زاد یې واشنګټن ته وربللی دی او زیاته یې کړه چې امریکا له افغانستان څخه خپل پوځیان نه وباسی . خو طالبانو ګواښ ورکړی چې دامریکا عسکرو ته به نورې مرګ ژوبلې واړوی
ویل کیږی چې د امریکا د حکومت لخوا داسې نښې نښانې لیدل کیږی چې د افغانستان له طالبانو سره د پخلاینې پروسه به دوام ولری
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې شنبې ورځ ایشوا کړه چې دافغانستان دطالبانو مشران او ولسمشر اشرف غنی په یکشنبې ورځ کیمپ ډیویډ سیمې ته ورځی چې له امریکا سره یوه(۱) موافقه لاسلیک کړی چې پراساس به یې امریکا په افغانستان کښې دخپلو عسکرو شمیر کم کړی
خو دامریکا ولسمشر په هماغه ورځ وویل چې دافغانستان د طالبانو لخوا په تیرې چهارشنبې ورځې په کابل کښې له حملې وروسته چې د امریکا دیوه(۱) عسکر په شمول پکښې دولس (۱۲) کسان وژل شوی وو له دغه ډلې سره خپله کتنه لغوه کړه
طالبانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا دسولې دخبرو لغوه کولو ته په غبرګون کښې وویل دا د سولې پرضد یو(۱) اقدام دی او د ټرمپ لخوا دخبرو لغوه کول به له امریکایانو پرته بل هیڅ چا ته تاوان نه رسوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي