برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

امریکا د افغانستان د ودې پر وړاندې اصلي خنډ دی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس د امریکا د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر توکل احمدیار د امریکا د سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر بانکي بندیزونو سختې نیوکې وکړې.

نوموړي دغه بنديزونه د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د فلج اصلي لامل وګڼل او د ژر تر ژره د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه راز احمديار د افغان سوداګرو جدي ستونزو ته هم اشاره وکړه چې د بانکي راکړو ورکړو او پورونو ته د لاسرسي په برخه کې يې د افغانستان د کرنيز سکتور پر اهميت ټينګار وکړ چې د هېواد د اقتصاد د اساسي ستنو څخه دي.

شریک یي کړئ!