برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ناسمو معلوماتو پر بنیاد دې پروپاګند نه کوي.

د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي دي، نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او یا نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په دې اساس وخت کې د امریکا دفاع وزارت ته نه وه په کار چې دا ډول بې مسؤلیته راپور خپور او پروپاګند وکړي.

طالبانو په امریکا غږ کړی، چې خپله نظامي د ستګاه کې هغه اشخاص له پروپاګند څخه منعه کړي چې ممکن په افغانستان کې لاهم د جګړې غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دوحې تړون کې منلې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د دوی تر واک لاندې سیمې امریکا ته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي