برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا دي د امنیتي تړون له مخي پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د مشرانو جرګې غړي وایې له امریکا سره د شوي تړون پر اساس چې امریکا به په افغان خاوره د هر ډول بهرني ګواښ یا تیري په مقابل کې غبرګون ښيي، عمل وکړي.



د ولسي جرګې غړو د یوې لسیزې را په دېخوا د پاکستان له لورې د کنړ ولایت یو شمېر ولسواليو په توغندیو ویشتل او په وروستیو کې د خوست پر ځاځي میدان ولسوالۍ شوي برید ته په اشارې سره وایې : امریکا دې په خپلو ژمنو عمل وکړي، او له حکومته یې وغوښتل د پاکستانیو ملیشو د تیري پر وړاندي باید د سیمي اوسیدونکي په وسلو سمبال کړي تر څو د خاوري دفاع په خپله وکړي.
دوی پر افغان خاوره د پاکستان تیری د نړیوالو اصولو خلاف عمل یاد کړ او زیاته یې کړه افغانان چمتو دي چې د تبر او ټوپک په زور د خپلي خاوري دفاع وکړي؛ خو له امریکا یې وغوښتل د امنيتي تړون له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په شوې لانجه کې دې مداخله وکړي او افغان امنيتي ځواکونه دې د اوسني وخت له اړتيا سره سم تمویل او تجهيز کړي.
د یادولو وړ ده چې پخواني ولسمشرحامد کرزي د خپل حکومت په وروستیو وختونو کې له امریکا سره د امنیتي تړون په خاطر لویه جرګه را وبللـه چې په پایله کې یې د یاد تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب د ګډ حکومت د تشکیل په دوهمه ورځ د امریکا سره یاد تړون لاسلیک شو.

شریک یي کړئ!