برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا او لویدیځو هېوادونو حکمتیاریی اقغانستان ته بیولی دی

آریانانیوز: د افغان رسندویو له راپور سره سم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې دده راتګ د افغان دولت تر ادارې لوړ کار وو او نوموړی د امریکا او لویدیځو هېوادونو سره د سولې د تړون په پایله کې افغانستان ته راغلی او د سولې پروسې سره یوځای شوی.



ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې د یوې مرکې په ترڅ کې کړې او ویلي يې دي چې دده راتګ افغانستان ته د افغان دولت او غني تر سويې لوړ کار وو.
حکمتیار د خپل راتګ د سناریو په هکله په ښکاره وویل کله چې راتلم نو ټولې چارې د امریکا سفارت تنظیمولې او د سولې په هکله په لیکلې مسوده کې څو ځله تغیر راوستل شوی مادې يې بدلیدې رابدلیدې دا ټولې چارې د امریکا د سفارت په لارښوونه ترسره کېدلې چې په ترڅ کې يې زه افغانستان ته راغلم.

ګلبدین حکمتیار د غني تر واکمنۍ وړاندې د افغان دولت سره وسلواله مبارزه کوله او په خپلو خبرو کې يې څو ځله ټینګار کړی وو، ترڅو چې په افغانستان کې بهرني عسکر میشت وي خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي خو داسې ونه شوه، کله چې ولسمشر اشرف غني واک ته ورسید د اسلامي حزب سره د سولې خبرې پیل شوې او په ترڅ کې ګلبدین حکمتیار کابل ته راغلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي