برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر ظاهر وهاب به څارنوالۍ ته معرفي کېږي

د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کمیسیون وايي په افغان امریکايي پوهنتون کې هغه استاد چې د پښتون قوم او پښتو ادبیاتو په اړه يې تعصبي چیپټر تدریس کړی څارنوالۍ ته معرفي کېږي.



مسیر ورځپاڼې شاوخوا اوونۍ وړاندې د امریکايي پوهنتون د ماسټرۍ د مقدمې په توګه د یو چیپټرپه اړه خبر خپور کړ، چې پکې يې د پښتون قوم او پښتو ادبیاتو په اړه بې اساس او پر تعصب ولاړ معلومات وړاندې کړي و.
سرچينه د ولسي جرګې د لوړو زده کړو د کمیسیون په حواله وايي چې دا استاد پوهاند ډاکټر ظاهر وهاب به څارنوالۍ ته معرفي کېږي، نقدي به جریمه کېږي او له دندې به شړل کېږي.
د دې کمیسیون مشر کمال ناصر اصولي ويلي، لوړو زده کړو وزارت ورته ويلي چې دا چيپټر د دوی په کاریکولم کې شامل نه دی او استاد پخپل سر تدریس کړی دی.
اصولي وايي د دوی کمیسیون پرېکړه کړې چې د دې چيپټر پر تدریس به بندیز لګېږي، استاد به څارنوالۍ ته معرفي کېږي او دعوه کوي چې امریکايي پوهنتون ته به اخطار هم ورکول کېږي.

مسیر ورځپاڼې؛ چې لومړی ځل يې دا خبر رسنیز کړی، د تبصرې په اوږدو کې دا هم ویلي و، چې امریکايي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د اصولو په او قوانینو پروا نه لري او افغان مسوولینو ته ځواب نه وايي.
امریکايي پوهنتون؛ چې په کابل کې د دارالامان پر سړک ودانۍ لري، وړاندې تر دې هم یوازې د امریکايي اصولو مطابق د راتلونکو افغان حکومتونو لپاره د ځوانانو د روزلو پر مرکز یاد شوی دی.

شریک یي کړئ!