برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکايي نیواکګرځواکونه بایدافغانستان پرېږدي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د افغان حکومت او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه د څوارلس میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي
اعلامیه کې ویل شوي چې، امریکا له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به د ۱۳۵ ورځو په لړ کې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي، او د هوکړې نورې ژمنې به هم عملي کړي
د سولې په اړه د افغان حکومت او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه کې پر څلور مهمو ټکو غور شوی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د امریکا پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارول تضمین ورکول، د بین الافغاني خبرو پیل او د تل پاتی اوربند رامنځته کول یاد شوي دي
ټاکل شوې تر راتلونکو څو شېبو قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هم د سولې هوکړه لاسلیک شي
قطر کې طالبانو رسنیو ته ویلي چې د سولې تر هوکړې وروسته به پنځه زره بندیان هم خوشې کړل شي
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ په ګډه اعلامیه کې د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه ندي ویل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي