برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي جنرالان خپل ولس ته د افغانستان په اړه غلط معلومات ورکوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو ځل بیا د امریکا دفاع وزیر، لوی درستیز او د بهرنیو چارو نوماند وزیر د امریکا سنا مجلس ته غلط معلومات ورکړل.


نوموړي وویل چې دوی په دغه کار سره د امریکا ولس تیر باسي او پر هغو واقیعتونو پرده اچوي چې له مخې يې دوی په افغانستان کې د هیڅ پرمختګ چانس نه لري.
نوموړي وویل چې دغو جنرالانو او چارواکو یو ځل بیا هغه معلومات وړاندي کړل چې د افغانستان دولتي ادارې د خپلې بقا او شخصي ګټو لپاره دوی ته ورکړي او غواړي چې امریکایان د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
مجاهد ټینګار وکړ چې دا جګړه به افغانان ګټي، ځکه چې «افغانان د بهرنیو او اشغالګرو قوتونو سره د حساسیت او له اسلامي نظام سره د بې کچې مینې له امله دې خبرې ته متعهد دي چې د اشغال په ضد يې د مبارزې توندول د ستونزو یواځنی حل دی».
د نوموړي په وینا راتلونکی کال به امریکایانو او د کابل دولتي ځواکونو لپاره ډیر بد کال وي، ځکه چې په وینا یې دوی به ډیر ووژل شي.
باید وویل شي چې د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس، لوی درستیز ډانفورډ او بهرنیو چارو وزارت ته نوماند مایک مپیو د امریکا د سنا مجلس ته په یوه ناسته کې وویل چې د طالبانو د ماتولو لپاره یې بشپړ پلان ترتیب کړی دی.
لوی درستیز وویل چې په ورستیو پنځو کلونو کې به دا لومړنی کال وي چې امریکايي او ناټويي ځواکونه به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره منظم پلان ولري چې له مخې به یې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه را ټیټه او همغږي به تر پخوا پياوړې او د استخباراتي ملاتړ تر څنګ به د هغوی هوايي ځواک پياوړی کړي.
ډنفورډ وویل چې مونږ به له تیرو درس واخلو او د بریا پر لور به قدم واخلو.
د افغانستان دفاع وزیر جیمس ماټیس هم ورته خبري وکړې او په افغانستان کې يې د ټرمپ د نوي ستراتیژي څخه دفاع وکړه او وې ویل چې ددغې ستراتیژۍ په اړه شکونه په باور او ډاډ بدل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک مپیو وویل چې اوس امریکا په داسي دریځ کې نه ده چې له افغانستان څخه ووځي.
نوموړي هم د ټرمپ ستراتیژي وستایله او وې ویل چې تر هغو به په افغانستان کې پاتې یو تر څو چې د امریکا پر وړاندي له دغه هیواده «ترهګریز» ګواښونه کم شوي نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي