برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکائی نیواکګروځواکونو دې په زغرده له افغانستانه ووځی

آریانانیوز دیوراپورله مخی په قطر کې د طالبانو ډلې ددفتر ویندوی سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دطالبانو ډلې او امریکائی استازو دخبرواترو اوه م پړاؤ به په راتلونکی سه شنبې ورځې دقطر په دوحې کې پیل شی او طالبان له افغانستانه دامریکائی پوځیانو د وتلو د مهال ویش د ټاکلولپاره هڅه کوی .
د طالبانو ډ لې دغه ویندوی زیاته کړې کله چې دبهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکائی عسکرو د وتلو لپاره مهال ویش اعلان شی، نو له دې وروسته به خبرې اترې پخپله ورپسې مرحلې ته داخلې شی .
سهیل شاهین وئیلی دی ، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو بهیر له امریکا سره د دغې ډلې له خبرواترو سره په یووخت پرمخ تللی شی .
له دې مخکې په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوی له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو په باب د امریکا د قانع کیدا خبر ورکړی ؤ . دطالبانو او امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې په قطر کې ترسره کیدونکی دی ، چې له دې مخکې ددغو خبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی چې تر دې دمه ئې هیڅ مثبته نتیجه نه دی ورکړې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي