برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا له ماتې وروسته له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه کوي

آریانانیوز: افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف ويلي، چې امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس له افغانستانه د وتلو لپاره خوندي لاره غواړي.


ښاغلي کابلوف اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي، د مسکو ناسته د افغانستان سولې پر لور لومړنی ګام و او دغې ناستې ته يې د افغان حکومت او طالبانو سربېره د دوولسو هېوادونو استازي راغوښتي وو.
روسي ډيپلوماټ ويلي، چې طالبان يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جګړه کوي، بل چا ته ګواښ نه دي او دا يې معقوله غوښتنه ده، چې بايد امريکايان له افغانستانه ووځي.
د کابلوف په باور، په افغانستان کې د امريکا له راتګ سره ناامني نوره هم زياته شوې، د مرکزي اسيا او روسيې امنيت له خطر سره مخ شوی او د همدې خطرونو د مخنيوي لپاره يې د سولې هلې ځلې پيل کړي دي.
ضمير کابلوف وايي، د افغانستان د سولې خبرې تر هغو پورې نشي بريالۍ کېدای، تر څو، چې له مخالفينو سره خبرې نه وي شوي او د هغوی دريځ نه وي اورېدل شوی.
دغه روسي ډيپلوماټ زياته کړې، چې د امريکا او ناټو شتون د افغانستان په زيان تمام شوی، په افغانستان کې يې ماتې خوړلې او اوس د خوندي وتلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې ورسره روسيه مرستې ته چمتو ده.
طالبانو هم د مسکو ناسته د افغان سولې لپاره ګټوره بللې، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې دا مذاکرات نه وو، بلکې له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د وتلو او سولې ته د زمينې برابرولو يوه هڅه وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي