برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امريکا دې په افغانستان کې خپلې وسلې نه ازمايي

آریانانیوز: د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي چې امريکا افغانستان د خپلو نظامي وسلو د ازموينې په ډګر بدل کړی دی.


د ولسي جرګې يو شمير غړو افغانستان ته له راداره د پناه کېدونکو د امريکا په ايف بي ۳۵ الوتکو رالېږلو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې د افغانستان په جنګ کې په دومره لويه کچه الوتکو د استعمال اړتیا نشته.
وکيلان زياتوي چې امريکا غواړي خپلې وسلې او قدرت دلته خپلو سياسي رقيبانو ته وښيي او هغوی په دې باندې تهديد کړي.
د ولسي جرګې غړی عبداللطيف نهضتيار وايي چې امريکا کوم نوي جنګي وسايل اختراع کوي او بيا يې افغانستان ته د ازمېښت له پاره راليږی او مصارف يې هم په افغانستان حسابيږي نو دا د افغانستان په ولس سره لوی ظلم او جفا ده.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ بيا وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په خلاف دغه لوړ ډول الوتکې چې له رادار څخه ځان بچ کولای شي او لګښتونه يې هم ډېر لوړ دي د افغانستان له پاره نه دي راوړل شوي، ځکه چې د هغه په وينا طالبان د رادار سيستم نه لري نو څنګه امريکا د طالبانو په وړاندې له دومره مهمو الوتکو څخه استفاده کوي.
بلوڅ وايي داسې معلوميږي چې امريکا دلته خپلو سياسي رقيبانو چې چين او روسيه ده خپل زور او قوت ښيي او دسيمې هيوادونه په دغه ډول د افغانستان له خاورې تهديدوي.
شنونکي وايي چې په افغانستان کې د داسې ډول الوتکو چې له رادار څخه تيښته کولای شي، ښايي امريکا ددې له پاره افغانستان ته رالېږلې وي چې دلته پرې د سيمې په نورو هيوادونو د بمبار له پاره کار واخلي، چې دا به د سيمې له هيوادونو سره د افغانستان بل ټکر وي چې په راتلونکې کې به له جنجالونو او انديښنو سره مخ شي.
شنونکي په دې باور دي چې که چېرې دغه نوې جنګي الوتکي د سيمې د نورو هيوادونو له هوايي سرحدونو تېرې شوې نو حتماً هغه هيواد به يې په اړه غبرګون ښيي چې بيا به عملاً د امريکا او نورو قدرتونو د ټکر ډګر افغانستان وګرځي.
ددغو الوتکو په اړه ويل کيږي چې له نورو جنګي هغو ډيرې پرمختللي دي او له رادار څخه د بچ کېدو ترڅنګ نورې ځانګړتياوې هم لري.
ددغې الوتکې د يوې الوتنې لګښت ۲۴۰۰۰ ډالر ټاکل شوی دی چې دا ټول مصارف په افغانستان حسابيږی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې امريکا افغانستان ته دغه نوي ماډل الوتکې چې تر دې وړاندې په افغانستان کې نه وې ازمايل شوې د بحر له لارې راليږي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته راورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ولسي خلکو بمباري او په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت زياته شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي