برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امرالله صالح په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي د رد هرکلی وکړ

آریانانیوز: امرالله صالح د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر د افغانستان د دايمي څوکۍ لپاره د طالبانو د کانديد د ردولو په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې هرکلى وکړ.


امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ملي بیرغ رپولو د یوه داسې ملت د زخمونو، احساساتو او بدنونو لپاره چې د ګوډاګیو، متحجرو او ظالمو طالبانو د یرغل له امله سخت ټپي شوی دی، یو کوچنی مرهم او شفاء ده.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازيتوب د دوام مبارکي وويله او ليکلي يې دي چې دا د ولس په ځانګړې توګه د ښځو د مقاومت او مبارزې پایله ده.

صالح زیاته کړه: په یقین سره د خپلو انساني او اسلامي حقونو د دفاع په دې مبارزه کې د ښځو رول څرګند او زموږ ټولو لپاره د ویاړ ځای دی. افغان میرمنو وښودله چې تحجر او ظالم افراطیت نشي کولی د دوی حقه غږ خاموش کړي.

صالح لیکي: طالبانو په خیانت، د پاکستان په پرله پسې پوځي مرستو او د ملت او حکومت له سوله ییزو ارادو څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره پوځي لاسته راوړنه تر لاسه کړه. او په دې وتوانېدل چې د ملي پخلاينې بهير له منځه يوسي، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي څوکۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو هغې کمېټې چې د هېوادونو د رسمي استازو منلو مسووليت لري، په دغه سازمان کې د طالبانو د ځانګړي استازي په اړه له پرېکړې ډډه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي