برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امرالله صالح: طالب چارواکي د ګمرکونو د عوایدو د لوټلو په موخه له سرحدي پولو لیدنه کوي

آریانانیوز: د افغانستان د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال وايي چې لوړ پوړي طالب چارواکي د ګمرکونو د عوایدو د لوټلو لپاره تورخم او سپین بولدک ته ځي او یا دا چې د طالبانو اجنډا او سپارل شوې دندې بدلې شوې دي.


د افغانستان د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال وايي، تورخم ته د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر او سپین بولدک ته د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده سفر د ګمرکونو د عوایدو د لوټلو لپاره په ګمرکونو کې د داخلي اشخاصو او انډیوالانو ټاکلو سیالۍ له امله دی.

امرالله صالح وویل: یا دا قضیه ده یا دا چې طالبانو ته سپارل شوې دندې ګډوډ شوې او دا بې سرې ډله په څو سرې ډلې بدله شوې ده.

د طالبانو د لومړي وزير مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې وروستيو کې د تورخم له پولې څخه ليدنه وکړه او له يو شمېر ځايي چارواکو سره يې خبرې وکړې. نوموړي د سفر په ترڅ کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو د انتظار سالون هم پرانیست.

همدا راز ۱۲ ورځې وړاندې د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغان دروازې لیدنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي