برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امرالله صالح: طالبان د کورونو په تلاشي کې د خلکو بې عزتي کوي

آریانانیوز: د ولسمشر پخواني مرستیال غني ویلي چې د طالبانو له بې عزتۍ او ظلم سره د مقابلې یوازینۍ لار ملي مقاومت دی.


د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال امرالله صالح وايي: طالب ملیشو په پروان، کاپیسا، پنجشیرولایتونو او د کابل په کُهدامن کې په خورا وحشیانه ډول د خلکو کورونو تالاشۍ کوي.

صالح وویل، طالبان د خلکو خصوصي حریم ته درناوی نه لري.

امرالله صالح وویل: د جنایتکارو مشرانو او د طالبانو د اجیرانو له نظره، هر هغه ځوان چې په دې ولایتونو پورې تړاو لري، مجرم دی، پرته له دې چې خپله بې ګناهي ثابته کړي.

نوموړی وایی: د قومي او محلي کرښې پر بنسټ د خلکو خصوصي حریم ته سپکاوی به په درنه بیه تمام شي.

د ولسمشر پخواني مرستیال ویلي، چې د طالبانو ملېشې په ډېره بې رحمۍ او غیر انساني طریقې سره د هغوی آیفونونه خلاصوي او یا یې ترې اخلي، نغدې پیسې ضبط کوي او دوی ته وایی چې عریضه وکړي او ووایی چې پیسې یې له کومه کړي.

، د اوبو ذخیرې خلاصوي ، په المارۍ کې د جامو بې عزتي کوي او هر هغه څوک شکنجه کوي چې اعتراض وکړي.

صالح وویل، د دې یادداشت د لیکلو موخه یو ځل بیا د دې اجیر او متعصب ډلې پر وړاندې پر مقاومت ټینګار دی. مقاومت یوه ملي اړتیا ده.

په همدې حال کې راپورونه ښیي چې طالبانو په پراخ پوځي حضور سره د کابل په خیرخانه او د پروان، کاپیسا او پنجشیر په سیمو کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده.

شریک یي کړئ!