برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

امرالله صالح: طالبان د مدني فعالیتونو له لارې نه شي اصلاح کېدای

آریانانیوز: د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال دا خبره وکړه که طالبان وغواړي د مشروعیت د رامنځته کولو لپاره خلکو ته مراجعه وکړي دا له بنسټ څخه ویجاړیږي او له مینځه ځي.


امرالله صالح په یوه یادښت کې لیکلي چې د طالبانو هېڅ یوه وسیله او طریقه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مشروع او انساني نه وه.

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال وویل: طالبان د مقالو په لیکلو او مدني فعالیتونو سره نه شي اصلاح کېدای او که دا ډله وغواړي چې د مشروعیت د رامنځته کولو لپاره خلکو ته مراجعه وکړي، له بنسټ څخه به یې وغورځوي او سقوط به وکړي.

امرالله صالح لیکلي: د ټولو منلو د فضا رامنځته کول له مقاومت او وسله والې مبارزې پرته ناشونې ده.

د طالبانو لپاره د امید کومه کړکۍ نشته چې افغان ولس ته حساب ورکوونکي وي.

امرالله صالح د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو وروسته د پنجشیر د مقاومت له جبهې سره یوځای شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي