برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

القاعدې طالبانو ته د مبارکۍ پیغام استولی

آریانانیوز: په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې مشر په یوه ویډیويي پیغام کې طالبانو ته د بریا مبارکي وویله.


په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې مشر خالد البطرفي په یوه ویډیويي پیغام کې د طالبانو بریا د اسلامي امت بریا بللې ده.

بطرفي په دې پیغام کې ویلي: دا یوازې د طالبانو بریا نه ده، بلکې د مسلمان ملت بریا ده.

موږ د خدای څخه مننه کوو چې طالبانو ته یې دا بریا ورکړه، او موږ دعا کوو چې خدای ستاسو په هڅو کې برکت واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار له القاعدې سره هر ډول تړاو رد کړی دی.

له بلې خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د دې ډلې یو بدنام قوماندان چې په کابل کې یې د ملکي وګړو په وړاندې په تر ټولو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، د پلازمینې د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د کابل لپاره د طالبانو نوی ټاکل شوی والي قاري احسان الله بریال له القاعدې سره تړاو درلوده.

شریک یي کړئ!