برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغان سیاسیون او طالبان

آریانانیوز: ټاکل شوې نن سه شنبه په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه د یو شمېر افغان سیاسي څېرو او طالبانو استازو په حضور کې لمانځل شي.



پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر او شاوخوا شل نورې سیاسي څیري به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
ورته مهال د سولې عالي شورا تاییدوي چې د دې شورا مشر کریم خلیلي به هم مسکو ته ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغانستان حکومت په استازیتوب په دغه مراسمو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د خبرپاڼې پربنسټ، د دغې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اپه شمول ۱۴ طالب استازي پدې ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ له افغان سیاسیون او طالب استازي په خپلو کې سره ناسته وکړي.
تر دې وړاندې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته وشوه، چې وروسته د افغان حکومت له مخالفت او نیوکو سره مخ شوه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي