برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ: افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې دی چې د خوراکي توکو ناامني په کې مخ په ډېرېدو ده.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوراکي توکو د ناامني د مخ په زیاتیدونکي پدیدې اعلان وکړ.
د دغه سازمان په ګډ راپور کې ویل شوي، چې جګړې، د اقلیم بحران او اقتصادي فشارونه به په راتلونکو میاشتو کې میلیونونه وګړي له بحراني حالت سره مخ کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: د افغانستان په ګډون ۲۲ هېوادونه د لوږې د مهمو نقطو په توګه پیژندل شوي چې سمدستي مداخلې ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت وايي، د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مبارزه او د بېوزلۍ کمول د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دغه وزارت ټينګار کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بايد نړيواله ټولنه اقتصادي محدوديتونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.