برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې زیاتوالی

د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.


د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې مالي کړکېچ او بشري وضعیت پر ماشومانو ډېر اغېز کړی دی.

د خوړو نړیوال سازمان د «تغذيې د نړیوالې ورځې» په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه سازمان زیاته کړه: د ۳ میلیونو خوارځواکیو ماشومانو له جملې څخه یوازې ۱،۳ میلیونو ته روغتیایی او طبي خدمات برابر شوی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ۲.۳ میلیونه امیندواره ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

همدارنګه باکیفیته روغتیایی خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی په افغانستان کې یو له مهمو ننګونو څخه شمیرل کیږی.

 

شریک یي کړئ!